د می 23، 2024
د اتصالات مخابراتي شرکت د افغان سرې میاشتې ټولنې له لارې په هیواد کې د وروستیو سیلاب ځپلو سره نغدي مرسته وکړه.
د دې مرستې موخه ددې ستر ناورین قربانیانو ته د بیړنیو مرستو رسول دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې اتصالات د هرات، پکتيا، پکتيکا زلزله ځپلو او د لوګر سیلاب ځپلو ته نغدي مرسته استولې ده او له پاکستان څخه راستنانه شويو افغان کډوالو ته يې له ٥٠ ټنو څخه ډېر خوراکي توکي رسولي دي.