د اتصالات د پیریدونکو پاملرنه:

د اتصالات پيریدونکو پاملرنې او چوپړتیاوو څانګه کې، زموږ ټولو یو شعار دی ( زموږ پیریدونکي زموږ شریکان دي). په اتصالات کې د پیرودونکي پاملرنه پیریدونکو متمرکزه مفهوم دی،  چې له لارې یې موږ د خپلو پیرودونکو په ځواکمنولو او زموږ خرڅلاو څانګو څخه د لیدلو پرمهال د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو باور لرو. زموږ کارکوونکي د سلاکارانو په ډول چارې پرمخ بوځي او د پیریدونکو د استازو په ډول موږ د هغوی د ګټې لپاره کار کوو.

د پیرودونکو عالي تجربه تضمینول زموږ کاري مرکزيت او لومړیتوب دی. ستاسو د اعتماد ساتنه او ستاسو محرمیت ته درناوي هغه څه دي، چې موږ یې ستاسو له هیلو څخه د کیفیت او ارزښتناکو خدماتو په وړاندې کولو سره ترلاسه کوو. موږ د خپل کاري ټیم ​​​​هر غړي کې د پیرودونکو د پاملرنې او مرستې احساس پيدا کولو په لټه کې یو، او دا هغه څه دي چې د پیریدونکو لپاره د چوپړتیاوو تجربې بې ساري او زموږ پیریدونکو ته دا احساس ورکوي چې "څارنګه له زړه څخه کیږي"

هغه څه چې موږ یې له نورو سره توپیر لرو، له دې څانګو څخه د لیدنې پرمهال پیریدونکو ته د سهولتونو چمتو کول دی، چې له بیلا بیلو برخو څخه جوړ دي لکه د ښه راغلاست چوپړتیاوې، د اړیکو څانګه، ټییفوني لیکې، د غږیزو ځوابونو چوپړتیاوې، انټرنټي سایټ، د چټ چوپړتیاوې، بریښنالیک، د خرڅلاو څانګې، د خرڅلاو رسمي څانګې، توزیع کوونکي چوپړتیاوې او د اتصالات محصولاتو ته لاسرسی.

د اعتماد ساتنه او ستاسو محرمیت ته درناوی هغه څه دي، چې موږ یې د غوره کیفیت چوپړتیاوو او ستاسو له انتظار څخه لوړ لاسته راوړو.


انلاین پوهه

د اتصالات اړوند محصولات او چوپړتیاوې په انلاین ډول د لاسرسي ډول دی او تاسې سره مرسته کوي، چې تاسې د اتصالات محصولاتو او چوپړتیاوو په اړه هر څه له یو ځای څخه لاسته راوړئ. همدارنګه تاسې کولای شئ، چې له دې لارې تازه حالاتو څخه خبر شئ او خپلې ستونزې حل کړئ.


د اتصالات پیریدونکو د پاملرنې انلاین

د اتصالات د پیریدونکو د پاملرنې او چوپړتیاوو څانګې په ټول افغانستان کې شتون لري او په ډیر ویاړ د پیریدونکو چوپړتیاوو ته هر ځای او هرمهال د لاسرسي وړ دي.

د اتصالات پیریدونکو د پاملرنې انلاین چوپړتیاوو سره، هر کله مرستې ته اړتیا لرئ کولای شئ چې د care.etisalat.af لارې له موږ سره په اړیکه کې شئ.

د وروسته ادا کوونکو پیریدونکو لپاره د اړیکې ځانګړې لیکه

۷۷۷ د وروسته اداکوونکو پیریدونکو لپاره یوه ځانګړې لیکه ده او د شرکتونو (Corporate) پیریدونکو لپاره د لاسرسي وړ دی.

هر ځای چې یاستئ، موږ ته بریښنالیک واستوئ

یواځې This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.  پتې ته بریښنالیک واستوئ. دا بریشنالیک د هر دول (سپم) څخه خوندي دی. یواځې اړتیا ده، چې ستاسو د جاوا پروګرام ستاسو سیستم کې لګیدلی دی ترڅو بریښنالیک وګورئ او زموږ سلاکار په سمدلاسه ډول ستاسو اړتیا ته لاسرسي ومومي او ستاسو ستونزې د سمون لپاره لاس په کار شي.

د څانګو چوپړتیاوې:

په اتصالات کې، موږ پوهیږو چې ستاسو اړتیاوې ستاسو تر خپلې اندازې پورې ځانګړې دي. نو دې ځانګړې اړتیاوو ته د رسیدلو لپاره، موږ ځانګړې ګامونه په پام کې نیولي دي. اوس تاسې کولای شئ، چې د اتصالات یوې رسمي څانګې څخه د لیدلو پرمهال زموږ له بې سارې چوپړتیاوو څخه چیرته چې زموږ استازي تاسې ته په ځانګړي ډول کار کوي او د دوي یواځې دنده داده چې ستاسو ستونزو ته د لاسرسي او چوپړتیاوو اړوند چارو ته په غوره ډول لاسرسي ومومي خوند واخلئ.

موږ سره ۲۴ ساعته په اړیکه کې شئ

تاسې کولای شئ، چې هر مهال، شپه او یا ورځ زموږ په ځیرکه او تکړه ډلې چې ستاسې مرستې لپاره به تل چمتو وي حساب وکړئ. یواځې ۸۸۸ ډایل کړئ او زموږ د پیریدونکو بې سارې چوپړتیاوو څخه خوند واخلئ.

د پلورونکو او پرچون پلورونکو ملاتړ:

موږ د پیریدنکو چوپړتیاوو اړوند په ټول افغانستان کې مخکښ یو او په دې هڅه کې یو ترڅو د پیریدونکو چوپړتیاوو مرکز، څانګو او یا هم د پلور نور مشترکینو له لارې هر ځای ستاسو ډاډ ترلاسه کړو.

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp