د وروستیو زلزلې د قربانیانو سره مالي مرسته
د اتصالات مخابراتي شرکت د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پیښې شوې زلزلې له زیانمنو کورنیو سره نقدی مرسته وکړه.
دا مرسته د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته کړل شوې، تر څو دا بشردوستانه مرستې د سیمې زیانمن شوو کورنیو ته ورکړي. دا ځواکمنه زلزله د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په ۲۲مه نیټه د چهارشنبې په ورځ رامینځته شوه چې د زلزلې له امله ۱۰۰۰ کسان مړه او سلګونه نور ژوبل شول.