پېژندنه

د افغانستان اتصالات شرکت په اصل کې ټولنیزو مسوولیتو ته ژمن شرکت دی او د پالیسیو او کړنلارو ته په کتو د کارکوونکو وضعیت لوړولو، شریکانو او په ټوله کې د افغانانو ټولنیزو مسوولیتونو پر وده باور لري. نو له همدې امله، ددې چتر تر پوښښ لاندې له نوښته ډکې چوپړتیاوې وړاندې کوي، ترڅو راتلونکي ستراتیژیک مسوولیتونو لپاره  اتصالات ته لاره هواره کړي.

د افغانستان اتصالات موخه داده، چې په غوره او د افغانانو په ژوند کې د مثبتې ونډې په درلودلو سره وپېژندل شي.  افغانستان اتصالات د سوداګرۍ په ټولو برخو کې ټولنیزو مسوولیتونو په ګډون اصلي ارزښتونو ته ژمن دی.

اتصالات د یوې روښانه راتلونکې لپاره د افغانانو ځواکمنتیا ته  ژمن دی. ددې دلیل پر ټکنالوجۍ زموږ پانګونه، نوښتونو او هغه خوبونه دي چې موږ پرې باور لرو. له اتصالات سره، موږ تاسې له راتلونکي سره نښلوو.

کله چې نړۍ د ټیکنالوژیکي پرمختګونو سره راحته کیږي ، موږ له هغه لوړ فکر کوو. کله چې انسان ناممکن خوبونه په فکر کې لري، موږ هغه ممکن کوو. موږ مشرتوب ته مشروطه يو او مشرتوب به کوو         

د سوداګرۍ اخلاق زموږ لپاره لومړیتوب لري او ژمنو ته پر ګټو لوړوالی ورکوو. زموږ فعالیت، محصولات او چوپړتیاوې د یوې ژمنې ملاتړ کوي، او دا ژمنه د افغانستان خلکو پروړاندې مسوولیت منل دی. اتصالات په خپله خبره عمل کوي، او زموږ مسوولیت تر ژمنې لوړ دی.

موږ باور لرو چې موږ یواځې د شبکې او مخابراتو پر سوداګرۍ فکر نه کوو، بلکې د خلکو د سوداګرۍ ځواکمنولو، د هغوی د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د دوی د سوداګرۍ د لازیاتې ګټې اخیستنې، د دوی د اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ له لارې د نړۍ سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې هم کار کوو. زموږ د سوداګرۍ باورونه، زموږ د سوداګرۍ اقتصاد څخه بهر دي. د اتصالات شرکت تل هڅه کوي چې خلک د سوداګرۍ، ساتیري او یا د پوهې لیږد وړاندې کولو له لارې خپل ژوند ته وده ورکړي.

په اتصالات کې، راتلونکې همدا نن ده. زموږ ټیکنالوژي او څیړنې د نړۍ په شرایطو کې د ماشوم ژوند ترسیموي، چیرې چې هغه لویږي او هغه ننګونې چې هغه ورسره مخ کیږي او له همدې امله، زموږ د حل لارې د هغوی د بلوغ پرمهال چمتو وي او دا حل لارې په راتلونکي ټیکنالوژی او پوهیدنو کې زموږ پانګونه ده . زموږ ژمنه دا ده چې خلکو ته وړتیا ورکړو چې د خپلې راتلونکې خوبونه وویني . له اتصالات سره ستاسو په خوا کې، راتلونکی همدا اوس د ستاسو دی.

د اتصالات یو له اصلي ارزښتونو څخه ټولنې ته خدمت، او هغه ژمنتیا ده چې راتلونکي نسل د خوندي چاپیریال د ساتنې سبب کیږي. موږ دا په ټول هیواد کې د پراخو ټولنیزو، اقتصادي، او چاپیریالي نوښتونو په ملاتړ ترسره کوو.

موږ په افغانستان او بهر کې د دولت، بنسټونو او نورو شرکتونو سره په نږدې همکارۍ؛ د هغو پیښو او پروګرامونو ملاتړاو برخه په کې اخلو چې د ښوونې، ټولنیزې هوساینې، نړیوالو اړیکو او کلتور د ودې سبب کیږي.

موږ باور لرو،  چې ښوونه او روزنه د خلکو پر ژوند او د ټولنې په پرمختګ کې مثبت رول لري. نو له همدې امله، موږ د ښوونیزو پروژو او ښوونیزو موسساتو مالي ملاتړ کوو. موږ د ښوونځیو، لوړو زده کړو موسسو او د زده کړې لابراتوارونو د ودې ملاتړ کوو او د خپلې خوښې زده کړو د دوام لپاره یې هڅوو.

په اتصالات کې، موږ خپل محصولات او چوپړتیاې د ځانګړو اړتیا په پام کې نیولو سره په دې باور چمتو کوو چې د ټولنې هر وګړی د ورته ازادۍ مستحق دی.

موږ د سوداګریز ټولنیز مسؤلیت چې د مثبت توپیر رامینځته کولو او د یوې غوره نړۍ چې موږ تاسې په کې ژوند کوو د مثبت بدلون  رامینځته کولو سبب کیږي ژمن یو.

ټولنیز مسوولیتونه  
پیژندنه  
د ټولنې پرمختګ 
له لوبو څخه ملاتړ  
له زده کړو ملاتړ  
 پیژندنه او درناوی  
د اتصالات ټولنیز (خیریه) چارې 
 

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp