د افغانستان اتصالات په اړه

د افغانستان اتصالات د عربو متحده اماراتو اتصالات یوه څانګه ده، مرکزي دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې شتون لري او یو ستر مخابراتي شرکت دی. اتصالات د نړۍ تر ۱۵ هیوادونو منځني ختیځ، افریقا او آسیا کې فعالیت لري او تر ۱۴۱ میلیونه پیریدونکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

اتصالات د ۲۰۰۷ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، او په ډیر لږ وخت کې د هیواد یو پرمختللي شرکت باندې بدل شو. اوسمهال اتصالات په ۳۴ ولایتونو او تر ۲۰۰ ډیرو ولسوالیو کې تر ۱۲۰۰۰ ډیرو څانګو په درلودلو سره، غږیزې او انټرنټي چوپړتیاوې افغانانو ته وړاندې کوي. پر دې برسیره اتصالات په ۲۲ ولایتونو کې د 3G پوښښ لرونکي دي.

موږ د عربو متحده اماراتو یو شرکت یو، چې زموږ د مشرانو د ژمنو سره سم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ او بیا رغونې ته ژمن یو. موږ د فرصتونو په جوړولو او د هغو نعمتونو شریکولو ته چې رب موږ ته ته ډالۍ کړي له نورو سره د اقتصادي فرصتونو د جوړولو له لارې د افغانستان په څیر د پرمختګ په حال کې په شریکو باور لرو. په افغانستان کې د اتصالات فعالیت د عربو متحده اماراتو د اوږد مهاله ژمنتیا یوه برخه ده، ترڅو افغانستان سره د مشارکت او مرستې له لارې دا هیواد په یو ارام او سوکاله هیواد بدل کړي.

 

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اتصالات ۹۰٪ کارکوونکي افغانان دي. د افغانستان اتصالات د ژمنې له مخې چې د افغان کارکوونکو د مهارتونو او ژوند د ښه والي لپاره یې کړې ده، د زده کړې یو پروګرام د خپلو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه تر ستر مدیرانو پورې په لاره اچولی دی. موږ په پام کې لرو، چې تر ۴۰۰ ډیرو کارکوونکو ته ددې پروګرام په اوږدو کې زده کړه ورکړو او ددې پروګرام غوره پایلې ته سترګې په لاره یو. د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام د اتصالات اکاډمي په مرسته د عربو متحده اماراتو کې پیل شوی دی او افغان کارکوونکي د نړیوالو ښوونکو تر نظر لاندې زده کړې کوي.

اتصالات د ټولنې په ملاتړ کې د اړین رول لوبولو او د ټولنیزو مسوولیتو ادا کولو ته ژمن دی. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څخه زموږ ملاتړ، په بیلا بیلو برخو کې د لوبو پراختیا او د روغتیا، ښوونې او ښوونې او نورو ډیرو برخو کې د ټولنیزو مسوولیتو ترسره کول د افغانستان سره د اتصالات ګروپ د ژمنتیا ښکاره بیلګې دي.

همدارنګه، د افغانستان اتصالات د رومینګ له لارې د ۲۳۱ مخابراتي شبکو سره په ۱۱۶ هیوادونو کې د نښلیدنې او اړیکو بې سارې چوپړتیاوې وړاندې کوي. د یوې غوره راتلونکي لپاره، د عام وګړو د ژوند د ښه کولو، د کاري بوختیا په چمتو کولو، د سوداګرۍ د ودې او ملي اقتصاد سره د مرسته د یوې روښانه راتلونکي لپاره د اتصالات له ژمنو څخه دي.

د اتصالات شرکت

د اتصالات شرکت ځانګړنې    
 د اتصالات ګروپ  
د افغانستان اتصالات پیژندنه 
زموږ ژمنتیا   
د اجرائیوي مشر پیغام  
 د اتصالات سوداګریز نښان

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp