د اتصالات د اجرائیوي مشر پیغام
زه تاسو ته په ډېر ویاړ د افغانستان اتصالات ته ښه راغلاست وایم، چې د نړیوال ای اینډ ګروپ برخه ده.
کله چې مونږ په افغانستان کې په ۲۰۰۷ کال کې خپل سفر پیل کړ، زمونږ لید روښانه وو: افغانان سره ونښلوو او د افغانستان په پرمختګ کې د باور وړ ملګري په توګه د دوی تر څنګ ودریږو. د کلونو په اوږدو کې، اتصالات د مخابراتي چوپړتیاوو د چمتو کوونکي ترڅنګ د نورو چارو د ترسره کوونکي په توګه هم پیژندل شوی دی؛ مونږ د ملیونونو خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځیدلي یو، هڅه کوو چې اړیکه ساده، ارزانه او معنی لرونکي کړو.
هغه څه چې اتصالات له نورو څخه جلا کوي زمونږ باور دی چې اړیکه یواځې ټیلیفوني زنګ او انټرنټ نه ده، بلکې د نوي فرصتونو جوړول دي ؛ لکه د کورنیو نښلول، سوداګریز پرمختګ او وده او پراخې نړۍ ته د هر وګړي اړیکه. زمونږ هره پریکړه د پیریدونکو لپاره د غوره چوپړتیاوو چمتو کول دي. له همدې امله زمونږ وړاندیزونه د کیفیت او ارزښت له مخې زمونږ د پیریدونکو اړتیاو بشپړوونکي دي.
مونږ د خپلې شبکې پیاوړتیا او ښه کولو ته ژمن یو. په دوامداره توګه په نویو سایټونو کې پانګوونې سره، مونږ هغو سیمو ته چوپړتیاوې رسوو، چیرته چې مخکې اړیکې شتون نه درلود. دا یوازې پیل دی، مونږ په زړه پورې پلانونه لرو ترڅو پرمختللې ټیکنالوژي معرفي کړو او خپلې ډیجیټلي چوپړتیاوې د ګرځنده پیسو لیږد (م حواله) په ګډون پراخې کړو، کوم چې به افغانانو سره د اسانه او خوندي ډیجیټل اداینو کې مرسته وکړي.
لکه څنګه چې راتلونکي ته ګورو، زمونږ ژمنه بدله شوې نه ده: اتصالات به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، ټولنه به پیاوړي او پرمختللی کړي او خلک به سره نږدې کړي.
غواړم، چې پر اتصالات ستاسو له باور څخه مننه وکړم. په ګډه، به یو روښانه او نښلیدونکی افغانستان جوړوو.
په درنښت،
عبدالله الجزیري
د اتصالات افغانستان سرپرست اجرائیوي مشر
د اتصالات شرکت ځانګړنې
د اتصالات ګروپ
د افغانستان اتصالات پیژندنه
زموږ ژمنتیا
د اجرائیوي مشر پیغام
د اتصالات سوداګریز نښان