brand Ambassador PR

افغان لوبډلمشر د اتصالات  نوی سوداګریز سفیر وټاکل شو

کابل، د نومبر ۲مه ۲۰۲۲

اتصالات د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي سره د خپل نوي سوداګریز استازي تړون لاسلیک  کړ. د اتصالات او کرکټ ستوري ترمینځ هوکړه لیک د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲ مه په کابل کې د اتصالات په مرکزي دفتر کې ترسره شو.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر، محمد عثمان وویل، حشمت الله شهیدي یو ځوان او پیاوړی کرکټر دی، چې نه یواځې کرکټ ډګر کې بلکې د ټولنیز ژوند ډګر کې هم ډیر تکړه ده. د هغه سخت زیار او ژمنتیا ځوان نسل هڅولی ترڅو مثبت اوسي او خپل خوبونه

تعقیب کړي.

کیڼ لاسی توپ وهونکی چې په ټیسټ او یو ورځنیو فارمیټونو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کپتان دی، د اتصالات سوداګریز استازي په توګه به د اتصالات محصولاتو  او تولیداتو د ترویج او کمپاین لپاره به سوداګریزو خبرتیاوو کې ونډه اخلي چې په ټلویزیون، چاپي او انلاین توګه به خپریږي.

حشمت الله شهیدي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، خوښ یم چې اتصالات سره د ملګرتیا ویاړ راپه برخه شو او د یوې سترې کورنۍ غړی شوم» شهیدي زیاته کړه، د افغانستان د مخابراتي سکټور په پراختیا کې د اتصالات ونډه د دې شرکت په توګه یاده کړه. نوموړي اتصالات د افغانانو د خوښې لومړنۍ مخابراتي شبکه وګڼله او خوښې یې څرګنده کړه، چې دې ستر ماموریت له اتصالات سره یو ځای شو.'

اتصالات په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده. د ځوانانو پیاوړتیا یو له هغو برخو څخه دی چې اتصالات د لوبو او نورو ښوونیزو پروګرامونو سپانسرشپ له لارې پرې تمرکز کوي. اتصالات په افغانستان کې د کرکټ لوبې د ودې په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی. د اتصالات شرکت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې رسمي سپانسر پاتې شوی دی او د افغانستان د کرکټ دوه نور مشهور لوبغاړي محمد نبي او حمید حسن یې پخواني سوداګریز استازي پاتې شوي دي.

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp