د اتصالات لخوا د شبکې کیفیت د لوړوالي لړۍ
اتصالات د خپلې شبکې د لوړولو د یوې برخې په توګه په کندوز او جوزجان ولایتونو کې د4G چوپړتیاوې د وړاندې کولو لړۍ پیل کړه. په دغو ولایتونو کې 4G ته د چوپړتیاوو لوړول تر هغه وروسته کیږي چې اتصالات په بریالیتوب سره په هرات او هلمند کې د4G چوپړتیاوې پیل کړې.
د 4G LTE سره، د ګرځنده ټیلیفون څلورم نسل سره اوس د اتصالات پیریدونکي کولای شي، چې د 3G په بیه خو تر هغه لس چنده غوره چټک انټرنټ څخه خوند واخلي او د 4G LTE غوره انټرنټي کڅوړې په ډیره غوره بیې سره وټاکي. د 4G پیلول به د اړیکو پر وړاندې ننګونې پای ته ورسوي او او د وګړو ترمینځ به د غوره اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.