د اتصالات سوداګریزه پیژندنه
اتصالات د راتلونکي نسل ځمکې لین لرونکو او بې سیم تلیفوني شبکو چې د نوري فایبر آپټیک لاینونو څخه د عربو متحده اماراتو کې ګټه اخیستل شوې ده له ځمکې څخه سپوږمۍ اته برابره ده.
اتصالات د فکسډ لاین او بېسیم چوپړتیاوو لپاره د راتلونکي نسل شبکې مخکښ دی او په متحده اماراتو کې یې د ځمکې څخه سپوږمۍ ته اته برابره فایبر اپټیک کیبل ځای په ځای کړی دی. اتصالات په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د څلورم نسل اوږدمهاله تکامل (4G LTE) شبکې په لاره اچولو په حال کې دی او دا مهال په هر ثانیه کې تر 30 میګا بټ سرعت سره د منځني ختیځ ترټولو ګړندۍ فکسډ لاین براډبنډ شبکه لري ( Mbps). د نوښت په برخه کې د صنعت مشر په توګه، اتصالات د نړۍ تر ټولو ګړندی ګرځنده براډ بانډ چوپړتیاوې تر 300 Mbps پورې چټکتیا سره ازمایښت کړی.
د اتصالات شرکت ځانګړتیاوې:
اتصالات مخابراتي شرکت په منځني ختیځ کې یو مخکښه او د عربو هیوادونو د فارس خلیخ شورا کې له شپږو لویو شرکتونو څخه یو شرکت دی، د ۸۱ میلیون درهم (۲۲ میلیارده امریکايي ډالرو) او په کلني ډول د ۳۲.۹ میلیارده درهم (۹ میلیارده امریکايي ډالرو) په ارزښت شتمني لري.
د څو ولسه شرکت په توګه، اتصالات د منځني ختیځ په ۱۵ هیوادونو، افریقا او اسیا کې فعالیت لري او تر ۴۲ زره کسان په نیِغ ډول ددې شرکت لخوا په دنده ګمارل شوي دي.
د اتصالات د نړیوال کسب پروګرام په ۲۰۰۴ کې هغه مهال پیل شو چې اتصالات د دریم نسل د چوپړتیاوو د جواز ګټونکي شو او اتصالات په فعالیت پیل وکړ. له هغه مهال څخه وروسته، اتصالات د پراخه پرمختګ لیدونکی دی او د لا پرمختګ پر لوري په ډیرې چټکۍ سره درومي، په ۲۰۰۴ کال یې د ټولو پیریدونکو شمیر ۴ میلیونه وو چې دغه شمیره په ډیرې چټکۍ سره په ۲۰۱۳ کال کې ۱۴۱ میلونه کسانو ته پورته شوه
د ۴۰ کلونو څخه په ډیره موده کې اتصالات د ډاډمن او کیفیت لرونکو چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره له دوی سره مرسته کړې چې د عربو متحده امارات د سوداګرۍ او پانګونې په یو ستر مرکز بدل کړي. اتصالات د نړۍ یو له مخابراتي شرکتونو څخه یو دی چې ویې کولای شو چې د عربو متحده اماراتو د نوي او عصري ټکنالوجۍ په وړاندې کولو سره د نړۍ غوره شرکت شي. د بیلګې په ډول، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اتصالات وکولای شو، چې د فایبر نوري شبکې له لارې د Elife تر نوم لاندې د (3D) تلویزیونو شبکې چوپړتیاوو وړاندې کړي او د عربو متحده امارات د نړۍ ۵ هیوادونو کې راولي چې دا ډول چوپړتیاوې وړاندې کوي.
په ټکنالوجۍ کۍ تخصص مرسته کړې ده، ترڅو اتصالات په سیمه او په ځانګړي ډول په مصر او سعودي عربستان د براډبانډ موبایل په پیژندنې کې ځانګړی ځای ولري لکه: ویډیويي اړیکې او ټلویزیوني موبایل د بازار د بدلون سبب او میلیونو کسانو ته د انټرنټي چوپړتیاوو د چمتو کولو سره لویه ونډه ولري.
اتصالات د (سبز) پرمختللې ټکنالوجۍ په پیژندنې کې مخکښ او په سیمه کې د چاپیریال ساتنې په پام کې نیولوسره د اطلاعاتو او د ارتباطاتو حل لارو کې تر ټولو وړاندې دی. دا ټکنالوجۍ عبارت د ځیرک ټکنالوجۍ څخه دي.
د اتصالا شرکت ژمن دی چې خپل زیربناوې په نړیوال معیار سره سم برابرې کړي او داسې لیدل کیږي، چې د فایبر نوري د عربو متحده اماراتو کې تر 80 سلنې څخه ډیر د کاربن تولید کم کړي او تر 70 سلنې څخه یې ډیره انرژي خوندي کړې
له ډیرو دولتي او غیردولتي موسسو سره د زده کړې، ښوونې او روزنې، او روغتیایي چوپړتیاوو برابرولو کې زموږ مشارکت هغه څه دي، چې اتصالات د خپل ټولنیز مسوولیت په ډول ورته ژمن دی. ددې ترڅنګ اتصالات ځانګړو اړمنو خلکو ته ځانګړې رسیدنه کوي. لکه په ۲۰۱۱ کال کې اتصالات د 3G چوپړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې د کڼو پیریدونکو لپاره انځوریزې چوپړتیاوې په لاره واچولې، ترڅو وکولای شو، چې مخامخ د اشارو له لارې د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي، چې د موبایل نړیوالو جایزو په فینالیست کې د شارټ لیست سبب شو. د یادونې وړ ده، چې اتصالات په ۲۰۱۲ کې ددې معتبرو سیالیو درې نورو جایزو ګټونکی هم شو.
اتصالات له ۲۰۰۶ کال راهیسې لس ځله په منځني ختیځ کې د غوره مخابراتي شرکت په توګه او په تیرو دریو کلونو کې څلور ځله د غوره پلورونکي په توګه پیژندل شوی دی. همدارنګه، اتصالات د بیلا بیلو جایزو لکه د نوښت بازارموندنې ، غوره برانډ ، د پیریدونکو غوره چوپړتیاوې او CSR غوره برنامې کې ډیری جایزې ګټلي دي. د یادونې وړ ده چې د اتصالات د مدیریت ډله د ښاغلي عیسی السویدي په مشرۍ چې په متحده عربي اماراتو کې یو له خورا با نفوذه سوداګرو څخه دی ښه شهرت لري
د اتصالات شرکت
د اتصالات شرکت ځانګړنې
د اتصالات ګروپ
د افغانستان اتصالات پیژندنه
زموږ ژمنتیا
د اجرائیوي مشر پیغام
د اتصالات سوداګریز نښان
د اتصالات شرکت ځانګړنې
د اتصالات ګروپ
د افغانستان اتصالات پیژندنه
زموږ ژمنتیا
د اجرائیوي مشر پیغام
د اتصالات سوداګریز نښان