د طالبانو حکومت افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړی دی.
په دې رپوټ کې پر طالبانو نیوکه شوې وه چې بېرته واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ازادي ختمه شوې او ځینو موارو کې یې ژوند ته خطر پېښ شوی، خو طالبانو دا موندنې رد کړې دي.
په رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې د شیعه وګړو په ګډون ځینې نور مذهبي لږکي او د نورو ادیانو وګړي د طالبانو بیا واکمنېدو را وروسته اندېښنه کې ژوند کوي او نشي کولی چې په ازادۍ سره عبادت وکړي.
رپوټ کې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو بریدونو ته هم اشاره شوې ده.