ښاغلي مکرون زیاته کړې مهمه ده چې ولادیمیر پوتین د ده په وینا له دې "بنسټیزې تېروتنې" د وتلو لار ولري.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر بیا د ښاغلي مکرون دغو څرګندونو ته غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي چې روسیه د ده په وینا پخپله ځان سپکوي او د کیېف د متحدانو فکر باید اوس پر دې ورټول وي چې څرنګه دغه هېواد ته خپل ځای ور وپېژني.
ښاغلي کولیبا په دغه نسبتآ توند پیغام کې زیاته کړې "د روسیې د سپکاوي د مخنیوي سپارښتنه، پخپله فرانسه او بل هر هغه هېواد سپکولی شي چې دا وړ غوښتنه کوي."