د ام حواله سره څنګه ځان راجسټر کړو
د ام حواله سره د راجسټرولو لپاره تاسو کولای شئ، چې د هیواد هر ګوټ کې د اتصالات هټیو او یا هم ام حواله جواز لرونکي استازو څخه د لیدنې په صورت کې ځان راجسټر کړئ. همدارنګه، تاسو کولی شئ په mHawala کې د جزوی نوم لیکنې لپاره *711# ډایل کړئ که تاسو جزوي راجسټرول ټاکئ د خپل موبایل څخه *711# ډایل کړئ او د تائید لپاره په ۱ تڼۍ سره ځواب ورکړئ. تر تائید وروسته تاسو یو لنډ مهال پین کوډ ۱۲۳۴ لاسته راوړئ، تاسو باید دا کوډ ډېر ژر له یو نوي ۴ عدده پین سره بدل کړئ. د جزوي راجسټرولو سره تاسو لاندې چوپړتیاوو ته لاسرسی مومئ:
• د نغدو بسو ایستل/د پیسو ایښودل
• د کریډیټ ډېرول (خپل ځانته او نورو ته)
• د بریښنا بیل ادا کول
• د سوداګریزو پیسو ادا کول ( د توکو او چوپړتیاوو لپاره ادا کول)
د ام حواله ټولو چوپړتیاوو ته د لاسرسي لپاره د راجسټرولو لپاره، د اتصالات ام حواله نږدې هتیو او خرڅلاو څانګو څخه لیدنه وکړئ. د راجسټرولو لپاره تاسې باید لاندې اسناد له ځان سره ولرئ:
• پیژندپاڼه او یا هم پاسپورټ
• د خپلې پيژندپانې او یا هم پاسپورټ یوه کاپي
• د ام حواله آپلیکیشن فورمې ډکولو او د استازي او پیریدونکي لخوا لاسلیک کول
• د ریکارډ ساتلو لپاره یوه کاپي له ځان سره ساتل
• ددې پروسې تر بشپړیدلو وروسته به ستاسو د راجسټرولو پروسه بشپړه او ستاسو حساب به فعال شي.

څنګه کولای شئ، چې د ام حواله پیڼ خوندي وساتئ.
د خپل ام حواله حساب د خوندي ساتلو لپاره، تاسو باید د ام حواله پین له ځان سره پټ وساتئ. د خپل نمبر سره کولای شئ، چې د ام حواله حساب سره استونه ترسره کړئ.د خپل ام حواله پین نمبر څلور عدده وټاکئ، چې د ستاسو لپاره یې یادول اسانه خو د نورو لپاره یادول ستونزمن وي.
د خپل ام حواله پین له هیچا سره مه شریکوئ. تاسو کولای شئ، چې د خپل ام حواله پین نمبر د ام حواله مینو او خپل موبایل څخ هر مهال بدل کړئ.څنګه کولای شئ، چې خپل حساب وګورئ
کوچڼۍ بیان
څنګه کولای شئ، چې د ام حواله پین نمبر مو بدل کړئ؟
د خپل ام حواله حساب ژبه څنګه بدله کړئ؟